Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې قومي مشر د ناپېژانده وسله‌والو په ډزو وژل شوی.
۲۷ سنبله ۱۴۰۵

لوګر کې قومي مشر د ناپېژانده وسله‌والو په ډزو وژل شوی.

د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ په «برګ» سیمه کې یو قومي مشر د ناپېژانده وسله‌والو په ډزو وژل شوی دی.

د لوګر د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي احمدالله انس زینت راډیو ته وویل، چې قومي مشر حاجي ببرک احمدزی تېره ورځ په یاده سیمه کې د وسله‌والو په ډزو وژل شوی دی.

د نوموړي په وینا، پېښه هغه مهال رامنځته شوې، چې حاجي ببرک احمدزي په خپله کرونده کې د کار بوخت و.

د پېښې له رامنځته کېدو وروسته، د محمدآغې ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ منسوبین سیمې ته رسېدلي او د پېښې په اړه یې څېړنې پیل کړې دي.

د لومړنیو معلوماتو له مخې، د پېښې په تړاو درې مشکوک کسان نیول شوي او له هغوی څخه یوه تفنګچه هم ترلاسه شوې ده.

د امنیې قوماندانۍ وایي، د پېښې د څرنګوالي او انګېزې په اړه د څېړنو بهیر روان دی.

مطالب

لوګر کې قومي مشر
د ناپېژانده وسله‌والو په ډزو وژل شوی.

دا خبر نورو سره شریک کړئ