Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

چین؛ له عامې روغتیا وزارت سره د ۲ ډوله واکسینو مرسته کړې ده.
۱۳ جوزا ۱۴۰۴

چین؛ له عامې روغتیا وزارت سره د ۲ ډوله واکسینو مرسته کړې ده.

د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې چین له دغه وزارت سره د انفلونزا او «مینیننګژیت» ۶۶ زره دوزه واکسینو مرسته کړې ده. د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني د چین له مرستو هرکلی کړې دی.

 نوموړي د واکسینو د ګمرکي چارو پر غوره مدیریت ټینګار کړی؛ څو د واکسینو کیفیت خوندي پاتې شي. د چین استازي هم د دغه هېواد له روغتیايي سکټور سره خپلو مرستو ته په اشارې ویلي چې دا مرستې به لا پراخې او نورو برخو ته هم وغځوي

مطالب

چین؛ له عامې روغتیا وزارت سره
د ۲ ډوله واکسینو مرسته کړې ده

دا خبر نورو سره شریک کړئ