Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې د ۴۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې چارې پيل شوې.
۹ اسد ۱۴۰۴

لوګر کې د ۴۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې چارې پيل شوې.



د لوګر محمداغې ولسوالي کې د ۳۷ میلیون ډالرو په ارزښت د ۴۰ میګاواټه لمریزې برښنا د تولید او سب‌سټېشن جوړولو پروژې چارې پيل شوې.

د اسلامي امارت چارواکو نن (پنجشنبه، اسد نهمه) وویل، یاده پروژه په دوو برخو کې پلې کیږي چې لومړۍ یې د ۴۰ میګاواټه لمریزې برښنا د تولید دستګاه جوړول او دویمه برخه یې د ۱۲۶ میګاولټ امپیر سب سټیشن جوړول او د برښنا د لېږد مزو غځول دي.

د رییس‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وویل، د دغې پروژې په بشپړېدو سره به د سیمې ۴۰ زره کورنیو ته برښنا ورسیږي او د محمد اغې صنعتي پارک به هم له برښنا برخمن شي.

د هغه په خبره، د دغې پروژې د کار پېل د لوګر او په ټوله کې د افغانستان د اقتصادي ودې له پاره ښه فرصت دی چې په بشپړېدو سره به یې لوګر کې د برښنا د کمښت ستونزه تر یوې کچې راکمه، صنعتي فعالیتونه به زیات او ګڼو هېوادوالو ته به کاري فرصتونه رامنځته شي.

د هغه په وینا، اسلامي امارت هوډ لري هېواد د برښنا له پلوه پر ځان بسیا کړي او افغانستان د دې وړتیا لري چې نورو هېوادونو ته خپله برښنا صادره کړي.

ورته وخت کې د افغانستان برښنا شرکت مسوولان وايي، روان کال له پیل څخه تراوسه پورې په هیواد کې د برښنا تولید په برخه کې یو میلیارد ډالر پانګونه شوې.

د برښنا شرکت اجرایوي رئيس عبدالباري عمر د لوګر پل‌علم ښار کې د برښنا رسولو دغې پروژې چارو پيل غونډې ته وویل، سږ کال د برښنا برخه کې د پام وړ پانګونه شوې.

هغه وویل، په پام کې ده د روان کال تر پایه د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې ۵۰ ولسوالیو ته وارداتي برښنا وغځول شي او ۸۰ ولسوالیو لپاره سروې شوې او پانګوال کولی شي یادو ولسوالیو ته د برښنا رسولو برخه کې پانګونه وکړي.

عمر زیاته کړه، د لمړي ځل لپاره هیواد کې د ډبرو له سکرو او باد څخه هم سلګونه مېګاه‌ولټه برښنا تولید شوې او اسلامي امارت د برښنا رسولو شرکت هڅه کوي چې هیواد کې د برښنا برخه کې شته سرچینو نه ګټه واخلي او هیوادوالو ته په کور دننه برېښنا تولید کړي.

مطالب

لوګر کې د ۴۰ میګاواټه لمریزې برېښنا
د تولید پروژې چارې پيل شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ