د لوګر یو شمېر اوسېدونکي او پانګهوال وايي، د برښنا نشتون نه یوازې د خلکو ورځني ژوند اغېزمن کړی، بلکې په صنعتي ښارګوټي کې یې د لسګونو فابریکو فعالیت هم له ستونزو سره مخ کړی او د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا پر وړاندې یې خنډونه رامنځته کړي دي.
دوی وايي، د لوګر مرکز پلعلم ته له کلونو راهیسې د ازبکستان وارداتي برښنا رسېږي، خو د ولایت ټولو سیمو او ولسوالیو ته لا هم د برښنا شبکه نه ده غځول شوې.
د لوګر اوسېدونکي له اړوندو ادارو غواړي چې ولسوالیو ته د برښنا د رسولو لپاره عملي اقدامات وکړي او د خلکو د اړتیاوو له مخې د برښنا شبکې پراختیا ته زمینه برابره کړي.
د لوګر د برښنا رییس، مولوي میر احمدولي هاشمي، وايي چې هڅې روانې دي څو د ولایت ټولو اوسېدونکو ته برښنا ورسول شي. د هغه په وینا، یو شمېر ولسوالیو ته د برښنا شبکې د غځولو لپاره د سروې او نښلولو لومړني اقدامات هم پیل شوي دي.
هاشمي سوداګرو او پانګهوالو ته ډاډ ورکړی چې د محمدآغې ولسوالۍ په صنعتي پارک کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برښنا د برابرولو د پروژې د ډیزاین چارې روانې دي.
د لوګر د برښنا د مسوول په وینا، د دې پروژې په عملي کېدو سره به د صنعتي پارک د فابریکو او سوداګرو د برښنا ستونزې د هواري لپاره زمینه برابره شي.