د جوزجان طوطيمیدان د ګازو استخراج چارې پیل شوې.
د کانونو او پترولیم وزارت مسوولان وايي، د جوزجان ولایت د طوطي میدان د ګازو ساحې د اکتشاف او استخراج چارې چې له یوه اوزبیکستاني شرکت سره یې قرارداد شوی، نن پیل شوې.
د کانونو او پترولیم وزیر هدایتالله بدري نن (یکشنبه، سنبله ۲۳) مزارشریف ښار کې په دې تړاو جوړو شویو مراسمو ته وویل، د طوطي میدان د ګازو ساحې د اکتشاف او استخراج عملي کار په پیل سره به لومړیو دوو کلونو کې ۱۰۰ میګاواټه برښنا تولید شي.
هغه وویل، دغه قرارداد د ۲۵ کلونو لپاره اعتبار لري او لومړیو لسو کلونو کې به د جوزجان د طوطي میدان د ګازو دغه ساحه کې نژدې یو میلیارد ډالره پانګونه وشي.
ښاغلي هدايتالله زياته کړه: «نن ورځ د طبیعي سرچینو په استخراج کې نوی باب پرانیستل کېږي چې دا پروژه کولی شي د افغان ـ ازبيک اقتصادي مشارکت یوه بریالۍ بېلګه وګرځي.»
د ده په وینا، د طوطي میدان د ګازو ذخیرې شاوخوا ۷ زره کیلومتر مربع مساحت لري چې ټاکل شوې د ګازو د استخراج ۳۰ څاګانې وکیندل شي.
ورته وخت کې د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د طوطي میدان د ګازو ساحې استخراج د هېواد د ځان بسیاینې په برخه کې یو ګټور ګام بولي.
هغه وايي، د دغه کان د استخراج چارو په پیل سره به سره له دې چې د نفتي موادو په برخه کې هېواد ځان بسیاینې ته ورسیږي، بهر ته به یې هم د صادراتو زمینه برابره شي.
ښاغلي برادر اړوند شرکت ته په ټينګار سره ويلي، د دغې پروژې چارې په لوړ کیفیت سره پرمخ یوسي او د خلکو د هیلو پوره کولو ته کار وکړي.
ملا برادر له او پانګوالو غوښتي چې د تېر په څېر د افغانستان بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي او په اقتصادي پرمختګ کې ونډه واخلي.
ورته وخت کې د افغانستان په چارو کې د اوزبیکستان ځانګړي استازي عصمتالله ایرګاشوف ټینګار کوي او وايي، اسلامي امارت له کانونو په معیاري او ګټوره توګه استفاده کوي.
هغه د افغانستان بېلا بېلو برخو کې د اوزبیکستان پانګونه د اقتصادي وضعیت ښهوالي او د کاري فرصتونو رامنځ ته کولو لپاره هڅه بولي.
د جوزجان د طوطيمیدان د ګازو ساحې د اکتشاف او استخراج قرارداد د کانونو او پترولیم وزارت او د ایریل ګروپ په نوم یوه ازبکستاني شرکت سره پخوا لاسلیک شوی او اوس یې عملي چارې پیل شوې.