Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د لوګر سرې میاشتې ۵۰ بې سرپرسته کورنیو سره د نږدې دوه میلیونه افغانیو نغدي مرسته کړې.
۲۳ جدی ۱۴۰۴

د لوګر سرې میاشتې ۵۰ بې سرپرسته کورنیو سره د نږدې دوه میلیونه افغانیو نغدي مرسته کړې.

د لوګر سرې میاشتې ۵۰ بې سرپرسته کورنیو سره د نږدې دوه میلیونه افغانیو نغدي مرسته کړې.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سوېل ختیځ زون اړوند، د لوګر سرې میاشتې څانګې له لوري له ۵۰ بې سرپرسته اړمنو کورنیو سره د کوچنیو کاروبارونو د برابرولو او ځان بسیاینې په موخه د سره صلیب او سرې میاشتې د ټولنو نړیوال فدراسیون(IFRC) په مالي ملاتړ، په دوه پړاوونو کې یومیلیون، شپږسوه او پنځوس زره (۱۶۵۰۰۰۰)افغانۍ نغدي مرسته شوې چې هرې کورنۍ ته په لومړي پړاو کې ۲۰زره او دوهم پړاو کې ۱۳ زره افغانۍ ورکړل شوې دي.


د لوګرسرې میاشتې ریاست د نشراتو مدیر وایي، یاده نغدي مرسته د کوچنیو عایداتي فعالیتونو د پیل او پیاوړتیا په موخه د دغو بې سرپرسته کورنیو د اقتصادي وضعیت ښه کولو، د عاید دوامداره سرچینو رامنځته کولو او پر نورو یې د تکیې راکمولو په پار ترسره شوې ده.


 د لوګر سرې میاشتې مسوولین وایي، د دې مرستې په ترلاسه کولو سره به د مرکز پل علم او برکي برک ولسوالیو اړوندې کورنۍ وکولی شي، څو د کوچنیو کاروبارونو د برابرولو(د چرګانو د ساتنې او خیاطۍ) برخوکې خپلې ورځنۍ او بېړنۍ اړتیاوې پوره کړي.


د ویلو ده چې څه موده وړاندې هم، د لوګر سرې میاشتې ریاست له لوري؛ له پاکستان او ایران هیوادونو څخه ۱۳۰۰ راستنو شوو کورنیو ته په دوه پړاوونو کې هرې کورنۍ ته ۳۲زره افغانۍ نغدي مرستې ترسره شوې.
زینت راډیو ـ لوګر

مطالب

د لوګر سرې میاشتې ۵۰ بې سرپرسته کورنیو سره
د نږدې دوه میلیونه افغانیو نغدي مرسته کړې.

دا خبر نورو سره شریک کړئ