Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لغمان کې ٢٧ زره د بادامو نیالګي کېنول کیږي.
۳۰ جدی ۱۴۰۴

لغمان کې ٢٧ زره د بادامو نیالګي کېنول کیږي.



د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان او د لغمان چاپیریال ساتنې ریاست له لوري په دغه ولایت کې ۲۷۰۰۰ د بادامو نیالګیو کینولو بهیر پیل شو.

د لغمان د چاپیریال ساتنې ریاست د طبیعي میراثونو د ساتنې مدیر محمد فهیم صدیقي سلام‌وطندار ته وویل، د بادامو نیالګي د مرکز مهترلام اړوند ګلارام، میدانیو او حکیم‌اباد کلیو کې کېنول کیږي.

د صدیقي په وینا، یاد نیالګي د چاپیریال ساتنې، د کرنې پراختیا، اقلیمي بدلون سره د سازښت او مبارزې، د سیمې خلکو د عاید لوړولو او د ځنګلي منابعو د پراختیا په موخه کېنول کیږي.

مطالب

لغمان کې ٢٧ زره
د بادامو نیالګي کېنول کیږي.

دا خبر نورو سره شریک کړئ