Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

بدخشان کې راوتلو سېلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
۲۲ جوزا ۱۴۰۴

بدخشان کې راوتلو سېلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د بدخشان ولایت ځایي چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په راغستان، خاش او تیشکان ولسوالیو کې  سېلابونو  ډېر مالي او ځاني زیانونه اړولي دي. 

د ځایي مسوولینو په خبره د راغستان ولسوالۍ په خاشم کلی کې سېلاب د یوه کس ژوند اخیستی دی. مسوولین وایي، د دغه سېلاب له امله د بدخشان په درېيو ولسوالیو کې لسګونه کورونه، سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه او د ځایي اوسېدونکو بڼوڼه له منځه تللي دي.

 د یاد ولایت ځایي چارواکو دا نه دي ویلي چې په بدخشان کې په ټوله کې راوتلو سېلابونو څومره زیان اړولی دی. د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم په بدخشان کې سېلابونو خلکو ته ځاني تلفات او درانه مالي زیانونه اړولي وو.

مطالب

بدخشان کې راوتلو سېلابونو
ځاني او مالي زیانونه اړولي دي

دا خبر نورو سره شریک کړئ