Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ډونالډ ټرمپ: که ایران خبرو ته راګرځي، که نه، پروا یې نه‌لرم.
۲۴ حمل ۱۴۰۵

ډونالډ ټرمپ: که ایران خبرو ته راګرځي، که نه، پروا یې نه‌لرم.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، که ایران د خبرو مېز ته بېرته راګرځي او که نه، دی یې، پروا نه‌لري.

ټرمپ دغه څرګندونې د مریلینډ ایالت په یوه پوځي اډه کې له خبریالانو سره د خبرو پرمهال وکړې.

نوموړي وویل چې له ایران سره اوربند، چې ټاکل شوې د اپرېل تر ۲۲ پورې دوام وکړي، «ښه روان دی» او تر اوسه ټینګ پاتې دی.

ټرمپ ټینګار وکړ: «زه پروا نه‌لرم که ایران بېرته خبرو ته راځي که نه. که را نه‌شي، زه پرې ښه یم. هغه ادعا وکړه چې ایران «په ډېر بد حالت کې دی او پوځ یې «له‌منځه تللی» دی.»

نوموړي دا هم وویل چې امریکا ډېره نرمي ښودلې او په ایران کې یې «ډېر پلونه نه دي ویجاړ کړي.»

د هغه په وینا، هغه دوه امریکايي پوځیان چې د همدې میاشتې په پیل کې له ایرانه ایستل شوي وو، په ښه حالت کې دي.»

مطالب

ډونالډ ټرمپ
که ایران خبرو ته راګرځي، که نه
پروا یې نه‌لرم

دا خبر نورو سره شریک کړئ