د جي۷ هېوادونو د اوکراین پر ملاتړ ټینګار کړی.
د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو مشران چې دG7 په نوم پېژندل کېږي، یو ځل بیا د اوکراین د حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او د دې هېواد د موجودیت د حق پر ملاتړ ټینګار کړی دی.
په هغه ګډه خبرپاڼه کې چې سهشنبه، کب پنځمه د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې د پیل د څلورمې کلیزې په مناسبت خپره شوې، راغلي چې امریکا، جرمني، بریتانیا، فرانسه، ایټالیا، کاناډا او جاپان د اوکراین ترڅنګ «نه بدلېدونکی او ټینګه دریځ» لري.
د جي۷ مشرانو په خبرپاڼه کې ویل شوي: «موږ د سولې بهیر د پیل او د دواړو لورو د مستقیمو خبرو د برابرولو لپاره د ډونالډ ټرمپ له هڅو خپل دوامدار ملاتړ اعلانوو. اروپا به د نورو شریکانو ترڅنګ په دې بهیر کې مهم رول ولري.»
په خبرپاڼه کې چې د واشنګټن ملاتړ هم ورسره څرګند ښکاري، ټینګار شوی چې اوکراین او روسیه یوازې د رښتینې نیتلرونکو خبرو له لارې د سولې هوکړې ته رسېدای شي.
دا له هغه وروسته لومړۍ ګډه خبرپاڼه ده چې د اوکراین په اړه د جي۷ د مشرانو لهخوا د ډونالډ ټرمپ د بیاځلي واک ته رسېدو وروسته خپرېږي.
په همدې تړاو، د بریتانیا، فرانسې او جرمني مشرانو هم یو ځل بیا د اوکراین لپاره د «عادلانه او تلپاتې سولې» پر ژمنې ټینګار کړی دی. دغه څرګندونې د «رضاکارو ائتلاف» تر سرلیک لاندې د یوې ناستې له ترسره کېدو وروسته خپرې شوې دي.
په ورته وخت کې، د «رضاکارو ائتلاف» په چوکاټ کې له ۳۰ ډېر ولسمشران او لوړپوړي مشران د سهشنبې پر ورځ له مسکو وغوښتل چې بېله کوم شرطه اوربند ته غاړه کېږدي.
مسکو تراوسه په دې اړه په رسمي توګه خپل دریځ نهدی څرګند کړی.