د اقینې-اندخوی د لس کیلومټره اوسپنې پټلۍ د جوړولو چارې پیل شوې.
د ټولګټو وزارت معین محمداسحق صاحبزاده وايي چې د اقینې د اوسپنې پټلۍ د غځولو د دویم پړاو چارې پیل شوې دي. دا پروژه له اقینې بندر څخه د اندخوی ولسوالي د شاه مردان سیمې پورې غځول کېږي چې لس کیلومتره اوږدوالی لري.
د یاد وزارت معین، محمداسحق صاحبزاده، د پروژې د پرانیستې پرمهال وویل چې دا یو مهم او حیاتي بنسټیز ګام دی چې د هېواد د اقتصادي پرمختګ او ځانبساینې لور ته عملي ګام بلل کېږي.
نوموړي وویل: «دا پروژه د افغانستان د ځانبسیاینې نښه ده. ولس داسې کارونو ته اړتیا لري. نظامونه باید خلکو ته رښتینې خدمتونه وړاندې کړي. افغانستان په تېرو شلو کلونو کې له نړیوالو مرستو برخمن و، خو هېڅ بنسټیزه پروژه عملي نهشوه.»
د معلوماتو له مخې، د دې ریل پټلۍ د دویم پړاو لګښت ۸۶۰ میلیونه افغانۍ اټکل شوی او د امارت اسلامي د بودیجې له لارې تمویلېږي. پروژه به د یوه کورني او یوه ترکمنستاني شرکت په تخنیکي همکارۍ عملي کېږي.
صاحبزاده زیاته کړه چې د دې پروژې له لارې به لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي او همدارنګه د اندخوی په شاهمردان سیمه کې به یو ریلسټیشن هم جوړېږي. د ده په وینا، د اندخوی څخه تر جوزجان پورې د ریلپټلۍ د غځولو سروی هم پیل شوې.
بلخوا، د اندخوی د سوداګرۍ خونې رییس عبدالمجید نیازی او یوشمېر محلي تاجران د پروژې هرکلی کړی دی. دوی له حکومت څخه غوښتنه کړې چې د ریلپټلۍ ترڅنګ دې د مسافر وړونکو واګونونو د جوړولو چارې هم شاملې شي، څو خلک او سوداګریز توکي دواړه له دې لارې انتقال شي.