لوګر کې د «ښاري خبرې» په نوم لویه ولسي غونډه جوړه شوه.
د لوګر ولایت په مرکز پلعلم ښار کې د «ښاري خبرې» تر سرلیک لاندې یوه ولسي غونډه جوړه شوه چې موخه یې د حکومتي مسؤلینو او ښاریانو ترمنځ د مستقیمو خبرو او د ښاري ستونزو د شریکولو زمینه برابرول و.
دا غونډه د پلعلم ښاروالۍ له لوري جوړه شوې وه چې پکې د ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي زینالله «زیدان»، د پلعلم ښاروال مولوي محمدشاکر «ثاقب»، ملکي او نظامي مسؤلینو، د رسنیو استازو، ښاري اصنافو، د ګذر وکیلانو او ځوانانو ګډون کړی و.
د غونډې پر مهال مسؤلینو د امنیتي وضعیت، پراختیايي پروژو، د معارف سکتور او نورو برخو د فعالیتونو او راتلونکو پلانونو په اړه معلومات وړاندې کړل.
د پلعلم ښاروال مولوي محمدشاکر «ثاقب» جوړې شوې غونډې ته وویل، د دې پروګرام موخه دا ده چې د خلکو او حکومت ترمنځ د مستقیمو خبرو اترو زمینه برابره شي، څو حکومت له خلکو سره لا نږدې شي، د سیمې ستونزې په ښه ډول وپېژندل شي او په راتلونکي کې ورته د حل ګډې لارې وموندل شي.
نوموړي زیاته کړه چې «ښاري خبرې» یو پراخ مشورتي پروګرام دی چې پکې دولتي ادارې خپلې لاسته راوړنې، شته ستونزې، راتلونکي پلانونه او نوښتونه له خلکو سره شریکوي.
په همدې حال کې د غونډې ګډونوالو، چې پکې قومي مشران، ځوانان او د رسنیو استازي شامل وو، خپلې پوښتنې او وړاندیزونه مطرح کړل چې د مسؤلینو له لوري ورته لازم او قناعتبخښونکي ځوابونه ورکړل شول.