Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر اوسېدونکي د رواني روغتیايي خدمتونو د پراختیا غوښتنه کوي.
۲۱ اسد ۱۴۰۵

لوګر اوسېدونکي د رواني روغتیايي خدمتونو د پراختیا غوښتنه کوي.

د لوګر مرکز پل‌علم ښار او د دغه ولایت د یو شمېر ولسوالیو اوسېدونکي وايي، د رواني ناروغیو د درملنې په برخه کې روغتیايي خدمتونو او متخصصو ډاکټرانو ته بشپړ لاسرسی نه لري.

یو شمېر هغه کسان چې خپله له رواني ستونزو سره مخ دي او یا یې د کورنۍ غړي په رواني ناروغیو اخته دي، وایی چې په خپلو سیمو کې د رواني روغتیا خدمتونه محدود دي، متخصص ډاکټران کم دي او ناروغانو ته د اړتیا وړ مشورې او درملنه په کافي کچه نه وړاندې کېږي.

د څرخ ولسوالۍ ۳۸ کلنه اوسېدونکې حلیمه، چې له تېرو دوو کلونو راهیسې له رواني ستونزو سره مخ ده، وايي چې دغې ناروغۍ یې د ژوند پر بېلابېلو برخو منفي اغېز کړی او د درملنې په برخه کې له ستونزو سره مخ ده.

د پل‌علم ښار اوسېدونکې ثنا، چې د کورنۍ یوه غړې یې په رواني ناروغۍ اخته ده، وايي چې د رواني روغتیايي خدمتونو او متخصصو ډاکټرانو د کمښت ترڅنګ، ټولنیز شرم او ناسم پوهاوی هم د دې لامل شوي چې یو شمېر کورنۍ خپلې رواني ستونزې پټې وساتي او د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته مراجعه ونه کړي.

دوی له روغتیايي مسوولانو غواړي چې په مرکز او ولسوالیو کې د رواني روغتیا خدمتونه پراخ کړي، د متخصصو ډاکټرانو شمېر زیات او خلکو ته د دغو خدمتونو لاسرسی اسانه کړي.

بلخوا، د لوګر د عامې روغتیا رییس، ډاکټر زرک ځیرک، وايي چې په ولایتي او ولسوالیو روغتونونو سربېره، شاوخوا ۲۵ روغتیايي مرکزونو کې د رواني روغتیا خدمتونه او د عامه پوهاوي پروګرامونه وړاندې کېږي.

د هغه په وینا، د ښځینه او نارینه ناروغانو لپاره جلا مشورتي خونې هم برابرې شوې دي او هڅې روانې دي چې د رواني ناروغانو لپاره روغتیايي خدمتونه لا ښه او پراخ شي.

مطالب

لوګر اوسېدونکي د رواني روغتیايي
خدمتونو د پراختیا غوښتنه کوي.

دا خبر نورو سره شریک کړئ