د خوړو نړیواله ورځ؛ هره شپه ۶۷۳ میلیونه کسان د شپې په وږه ویده کېږي.
د خوړو له نړيوالې ورځې سره هممهاله، د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د لوږې د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.
ګوټریش ویلي، شاوخوا ۶۷۳ میلیونه کسان لاهم هره شپه په وږه ویده کېږي چې دا د بشریت لپاره یو جدي بشري بحران دی.
د ملګروملتونو سرمنشي نن (پنجشنبه، تلې۲۴مه) په یوه ویدیويي پیغام کې د نړیوالې همکارۍ غوښتنه وکړه او ویې ویل: «راځئ یوځای شو او د داسې خوړو نظامونه جوړ کړو چې هم د خلکو اړتیاوې پوره کړي او هم له ځمکې ساتنه وکړي.»
ګوټریش ټینګار وکړ چې د اقلیم بدلون، جګړې، اقتصادي نابرابري او د خوړو د بیو لوړوالی د لوږې او د خوړو د خوندیتوب د نشتوالي اصلي لاملونه دي.
هغه له حکومتونو، نړیوالو بنسټونو او مدني ټولنو وغوښتل چې د دوامدارو خوړو د نظامونو د جوړولو لپاره ګډ او عملي ګامونه پورته کړي.
د خوړو نړيواله ورځ هرکال د اکتوبر پر ۱۶مه نمانځل کېږي. دا ورځ په ۱۹۴۵ کال کې دFAO – د ملګروملتونو د خوړو او کرنې سازمان د بنسټايښودنې په ویاړ نومول شوې وه.