لوګر کې د ۶۵ لوبغاړو ترمنځ د سوکوهنې سیالۍ ترسره شوې.
لوګر کې ورزشي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې د ۶۵ غوره ورزشکارانو ترمنځ د سوکوهنې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې.
د لوګر د بدني روزنې او ورزش امر انجنیر مزمل نعیمزي زینت راډیو ته وویل چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې د سوکوهنې له فدراسیون سره په همغږۍ د سوکوهنې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې.
هغه زیاته کړه چې په دې سیالیو کې د ولایت په کچه له څلورو کلبونو ۶۵ غوره لوبغاړو په درېیو ګټوریو کې (کمعمره ځوانان، تنکي ځوانان او ځوانان) ګډون کړی و.
د نعیمزي په خبره، یادې سیالۍ د سوکوهنې ورزش ته د ودې ورکولو، د ورزشکارانو ترمنځ د تجربو شریکولو او د غوره لوبغاړو پېژندلو په موخه جوړې شوې وې.
نوموړي وویل، په یادو سیالیو کې لومړی مقام ناک ډاون کلب او دويم مقام د خالد بن ولید کلب ورزشکارانو خپل کړ.
بلخوا، د یادو سیالیو یوه لوبغاړي عبد الله وویل، خوښ دی چې د لوګر ولایت په کچه یې د سوکهونې په سیالیو کې ونډه واخیسته.
هغه زیاته کړه، دا ډول سیالۍ کولای شي د ورزشکارانو ترمنځ اړیکې او تجربې پياوړې کړي.
هېره دې نه وي چې دوه اونۍ مخکې هم د لوګر ولایت په کوربهتون د سوېلختیځ زون پنځو ولایتونو ورزشکارانو ترمنځ رزمې سیالۍ وشوې.