خوست کې پر کرنه د وچکالۍ اغېز؛ کروندګر: د هندواڼو حاصلات مو د پام وړ کم شوي.
خوست کې یو شمېر کروندګر وایي، سږ کال یې د وچکالۍ له امله د هندواڼو په حاصلاتو کې د پام وړ کموالی راغلی او له حکومته غواړي چې د دوی کښتونو ته د اوبو برابرولو ترڅنګ د اصلاح شوو تخمونو، سرې او درملو برخه کې هم مرسته وکړي.
د خوست ولایت د علیشېرو تریزو ولسوالۍ د ببرک تاڼې سیمې يو کروندګر فضلالرحمن ووایی، د دغه ولایت اقلیم د هندواڼو پالیزونو لپاره مناسب دی خو سږ کال یې حاصلات کم شوي؛ ځکه چې د اوبو د کموالي ترڅنګ نه اصلاح شوي تخمونه شته، نه کیمیاوي سرې، نه درمل او نه هم سړې خونې.
نوموړي زیاته کړه: «په دې کې حکومت هيڅ نه دي کړي؛ ځکه تخمونه، سرې، سړې خونې، درمل او د اوبو برخه کې یې همکاري نه ده کړې، هر څه موږ خپله کوو، موږ ته داسې درمل راځي چې کیفیت یې خراب وي او که ښه درمل راکړل شي، حاصلات مو نور هم ښه کېږي.»
ورته مهال، د خوست د والي وياند مستغفر ګربز وويل، څه موده وړاندې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست دغه ولايت ته د خپل سفر پر مهال ژمنه کړې وه چې په هره ولسوالۍ کې يو- يو د اوبو ذخيروي بند په پلان کې لري چې ورسره به د اوبو سطحه لوړه شي.
هغه زیاته کړه، د ياد پلان له مخې په مرکز او يو شمېر ولسوالیو کې بېلابېل بندونه جوړ شوي او هیله ده، د دغه پلان په بشپړ تطبیق سره د بزګرانو شته ستونزې تر ډېره حل شي.
د خوست د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، تېر کال په دغه ولایت کې د هندواڼو ټول حاصلات ۳۹۰۰ ټنه وو، خو سږ کال دا کچه ۲۶۰۰ ټنه اټکل شوې ده.