Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پاکستان د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو دویم پړاو د کوربه‌توب وړاندیز کړی.
۲۵ حمل ۱۴۰۵

پاکستان د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو دویم پړاو د کوربه‌توب وړاندیز کړی.

د اسوشیټېډپرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې پاکستان وړاندیز کړی، څو د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو دویم پړاو دې په پلازمېنه اسلام‌اباد کې ترسره شي.

د راپور له مخې، دا خبرې به په راتلونکو ورځو کې، د اوربند له پای ته رسېدو مخکې ترسره شي.

یاد اژانس د پاکستاني چارواکو له قوله چې د نوم نه ښودلو په شرط یې خبرې کړې، ویلي، دا وړاندیز به د دواړو لورو په غوښتنې پورې تړلی وي، که هغوی بل ځای غوره کړي، نو ممکن د خبرو ځای بدل شي.

د راپور له مخې، پاکستان هڅه کوي چې د منځګړیتوب له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو بهیر ته اسانتیا برابره کړي، څو سیمه‌ییز ثبات پیاوړی شي.

مطالب

پاکستان د امریکا او ایران ترمنځ
د خبرو دویم پړاو د کوربه‌توب وړاندیز کړی

دا خبر نورو سره شریک کړئ