Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې د اوبو چکډېم د جوړېدو چارې پیل شوې.
۲۳ ثور ۱۴۰۵

لوګر کې د اوبو چکډېم د جوړېدو چارې پیل شوې.

د لوګر مرکز اړوند د شلک په سیمه کې د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د یوه چکډېم د جوړېدو چارې پیل شوې چې د درې زره مترمکعبه اوبو د ذخیره کولو ظرفیت لري.

د مسوولانو په وینا، دغه پروژه د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د ۶ میلیونه افغانیو په مالي لګښت پلې کېږي او ټاکل شوې چې چارې یې په راتلونکو پنځو میاشتو کې بشپړې شي.

د لوګر ولایت مقام د دفتر رییس، ډاکتر زین‌الله زیدان، د پروژې د پیل پرمهال د سیمې اوسېدونکو ته مبارکي ورکړه او ویې ویل، د لوګر د ابادۍ او پرمختګ لپاره دوامدارې هڅې روانې دي او هڅه کېږي ټولې پراختیايي پروژې په لوړ کیفیت عملي شي.

بل‌خوا، د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رییس وویل چې دا مهال په لوګر ولایت کې د یادې ادارې تر چتر لاندې د اوبو مدیریت اړوند اته بېلابېلې پروژې روانې دي او هڅه کوي، چې په راتلونکي کې نورې پروژې هم پلې کړي.

همدارنګه، د لوګر سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي سلاکار، انجنیر فضل‌الرحمن عمرزي، وویل چې دغه چکډیم ۹۵ متره اوږدوالی، ۴ متره پلنوالی او د درې زره متر مکعبه اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري، چې د سیمې د ځمکې لاندې اوبو د کچې په لوړولو کې به مهم رول ولوبوي.

د تېر یوه کال په ترڅ کې د لوګر د اوبو او انرژۍ ریاست له لوري د شاوخوا ۶۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو مدیریت اړوند یو شمېر پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

مطالب

لوګر کې د اوبو چکډېم
د جوړېدو چارې پیل شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ