لوګر کې د ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا رسولو یوه پروژه ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه.
د لوګر ولایت د برېښنا ریاست مسؤولین وایي چې د افغانستان برېښنا شرکت په مالي لګښت د لوګر ولایت برکيبرک ولسوالۍ اړوند د ټنډانو سیمې د احسنالمدارس په نوم د برېښنا رسونې یوه پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه، چې له پرانېسته سره سم یې شاوخوا ۵۰۰ کورنۍ له وارداتي برېښنا څخه برخمنې شوې.
د لوګر ولایت د برېښنا شرکت رئیس میر احمد ولي هاشمي جوړو شویو مراسمو ته وویل، پر دې پروژه نږدې ۱۵ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی، چې ۴.۵ کیلومتره اوږدوالی لري او په کې څلور پایه ټرانسفارمرونه هم شامل دي. د هغه په وینا، د پروژې چارې د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شوې دي.
نوموړي زیاته کړه، چې دغه پروژه د ۶۰۰ کورنیو لپاره د برېښنا رسونې ظرفیت لري، خو اوسمهال د څلورو کلیو شاوخوا ۵۰۰ کورنۍ ترې برخمنې شوې دي.
د لوګر مرستیال والي، مولوي محمد انور دینپرور، د پروژې د پرانیستې پر مهال دا یو مهم او حیاتي ګام وباله او له خلکو یې وغوښتل چې د برېښنا له بېځایه مصرف څخه ډډه وکړي او له روانو رغنیزو پروژو سره همکاري وکړي.
همدارنګه، جهادي مشر او د اصلاحي نظامي کمېسیون رئیس، شیخ محمد قاسم خالد، وویل چې د یادې پروژې پرانیسته د سیمې اوسېدونکو لپاره د خوښۍ ځای دی او ټینګار یې وکړ چې په وروستیو کلونو کې ګڼې رغنیزې پروژې پلي شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د لوګر په بېلابېلو سیمو کې زرګونه کورنۍ د برېښنا له نعمت څخه برخمنې شوې دي