مسکو کې د اسلامي امارت سفیر رسمآ کار پیل کړ.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي ویلي چې د روسیې لپاره د اسلامي امارت معرفي شوي استازي او سفیر ګلحسن حسن په رسمي توګه مسکو کې د افغانستان سفارت کې کار پیل کړی.
د دغه وزارت ویاند ضیا احمد تکل وايي، اسلامي امارت د مسکو له لوري د افغانستان د سفیر منل یو مهم او اغېزناکه ګام بولي او هیلهمند دی چې په دغه ګام سره د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي او اقتصادي اړیکې پراختیا پیدا کړي.
هغه وویل: «زمونږ سفیر په رسمي توګه د سفارت کارکوونکو ته د معرفي کېدو غونډې په ترسره کېدو سره خپل کار پیل کړی. هغه د سفارت ډیپلوماټانو او کارکوونکو ته ویلي چې د ورسپارل شوې دندې په مطابق به کارکوونکو سره په همکارۍ د سفارت چارې مخ ته وړي.»
تر دې وړاندې د روسیې ټاس خبري اژانس راپور ورکړی وو چې د اسلامي امارت له لوري معرفي شوی سفیر مسکو ته رسېدلی او ټاکل شوې نژدې راتلونکې کې سفارت کې خپل کار پیل کړي.
روسیې نژدې یوه میاشت وړاندې د سرپرست حکومت د سفیر منلو سره هوکړه کړې وه او د هغه د منلو لیک یې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي ته سپارلی وو.
ورته وخت کې د نړیوالو چارو کارپوهان وايي، د روسیې له لوري د اسلامي امارت د سفیر منل کولی شي له دغه هېواد او نړیوالو سره د افغانستان د سیاسي تعامل لپاره زمینه برابره کړي.
د نړیوالو اړیکو کارپوه حمید محمودي وویل، د روسیې له لوري د اسلامي امارت د سفیر منل دغه هېواد سره د ډیپلوماټیکو اړیکو د سطحې لوړېدو په مانا دی او کولی شي د روسیې همنظره هېوادونو سره د اسلامي امارت د تعامل بهیر چټک کړي.
د نړیوالو چارو کارپوه عبدالجبار اکبري هم وویل، روسیه د اسلامي امارت د سفیر په منلو سره هڅه کوي چې د افغانستان سرپرست حکومت سره خپلې اړیکې پراخې کړي.
روسیه له هغو هېوادونو ده چې تېرو نژدې څلورو کلونو کې یې اسلامي امارت سره د نژدېوالي لپاره پرلپسې ګامونه پورته کړي.
دغه هېواد د روان کال اپرېل میاشت کې د ممنوعه ډلو له نوملړ څخه د اسلامي امارت نوم لرې کړ او وې ویل، افغانستان سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه لوړوي.