په غزه کې د جګړې له پیله تر اوسه څه باندې ۷۱ زره فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی.
د راپورونو له مخې، غزه کې د جکړې له پیله راهیسې د اسرائیلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۷۱ زره فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او څه باندې ۱۷۱ زره نور ټپیان شوي دي.
الجریزې نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، په غزه کې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له اوومې بیا د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ تر شپږمې پورې لږ تر لږه ۷۱۳۹۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۷۱۲۷۹ نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، په غزه کې د امریکا په منځګړیتوب اوربند د ۲۰۲۵ کال د اکټوبر له لسمې نېټې نافذ شوی و؛ خو د فلسطیني سرچینو په وینا، اسرائیل لا هم په غزه کې خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکوي.
الجزیرې لیکلي، د اکټوبر له اوربند راهیسې په غزه کې ۴۲۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۱۹۹ نور ټپیان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د مرغومې په ۱۹مه هم د اسرائیلو په تازه بریدونو کې د پنځو ماشومانو په ګډون ۱۴ قلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی و.