Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې د ولایت په سطحه د کرکټ سیالۍ پيل شوې.
۱۴ ثور ۱۴۰۴

لوګر کې د ولایت په سطحه د کرکټ سیالۍ پيل شوې.



د لوګر د کرکټ امر حشمت‌الله ستانکزي زینت راډیو وویل، د «پسرلي جام» په نوم دغه شل‌اوریزې سیالۍ د محمداغې ولسوالي «مُغلخېل» سیمه کې د ولایت په کچه جوړې شوې دي.

دغو رسمي سیالیو کې ۹ لوبډلې ګډون لري او دوه اونۍ به دوام وکړي.

هغه وویل، د یادو سیالیو له جوړیدو څخه موخه کرکټ ته وده ورکول، د لوبغاړ ظرفیت لوړول، رسمي لوبډلو ته د لوبغاړو ټاکل او د ورزش‌کوونکو ترمنځ غوره اړیکې رامنځته کول دي.

د دغو سالیو لومړۍ لوبه د «لوګر بازانو» او «سفید سنګ» لوبډلو ترمنځ وشوه چې لیدلو ته یې ګڼ‌شمېر مینه‌وال هم ورغلي وو.

د دغو سیالیو یوه لوبغاړي شاه‌اغا وویل، د دې ډول رسمي سیالیو جوړول لوبغاړو ته دا فرصت ورکوي چې یو بل سره خپلې تجربې شریکې کړي.

هغه وویل، کرکټ بورډ ته پکار ده چې د لوګر کرکټ لوبغاړو ظرفیت لوړونې، وسایلو او معیاري لوبغالو په برخه کې شته ستونزې هوارې او پراخې اسانتیاوې رامنځته کړي.

مطالب

لوګر کې د ولایت په سطحه
د کرکټ سیالۍ پيل شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ