Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

راشد خان د پنځوس او شل‌اوریزو لوبو لومړی نمبر بالر شو.
۲۲ حوت ۱۴۰۴

راشد خان د پنځوس او شل‌اوریزو لوبو لومړی نمبر بالر شو.

راشد خان د پنځوس‌اوریزو او شل‌اوریزو لوبو د غوره توپ‌اچونکو لومړی مقام خپل کړی.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي راشد خان د کرکټ نړیوالې شورا په تازه درجه‌بندۍ کې شل‌اوریزو او ۵۰اوریزو سیالیو کې د نړۍ د غوره توپ‌اچوونکو لومړی ځای خپل کړی.

راشد خان هم ویلي چې ویاړي د کرکټ نړیوالې شورا د پنځوس اوریزو او شل اوریزو لوبو د غوره توپ اچونکي په توګه لومړی مقام ترلاسه کوي.

هغه ویلي: «زه په دې مبارزه کې یوازې نه وم، د خپل ملت دعاوې او د ولس تلپاتې ملاتړ ما سره مل وو. همدې مینې او باور ماته دا ځواک راکړ چې د خپل وطن لپاره ډېره ستړیا وګالم او د ګران افغانستان نوم په نړۍ کې په ویاړ وځلوم.»

خو دا داسې مهال دی چې هغه څو ورځې وړاندې د افغانستان کرکټ بورډ مسوولانو له‌خوا د شل‌اوریزو لوبو له لوبډلمشرۍ ګوښه شوی دی.

مطالب

راشد خان
د پنځوس او شل‌اوریزو
لوبو لومړی نمبر بالر شو

دا خبر نورو سره شریک کړئ