لوګر کې د کتابونو او لرغونو اثارو یو ورځنی نندارتون جوړ شو.
د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت په محمداغې ولسوالي کې د مطالعې دود او لرغونو اثارو پوهاوي پراختیا په موخه د کتابونو یو ورځینی نندارتون جوړ شوی دی.
د نندارتون د پرانېستې پرمهال د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ریيس مولوي فیضالله جلالي زینت راډیو ته وویل، یاد نندارتون څخه موخه د تاریخي میراثونو برخه کې د ټولنې د پوهاوي لوړول او د ځوان قشر ترمنځ د کتاب او مطالعې دود پیاوړي کول دي.
جوهري وویل چې په دې نندارتون کې د عامه کتابتون سربېره د همدې سیمې د خصوصي کتاب پلورنځیو بېلابېل علمي، ادبي، ديني او ټولنیز کتابونه، او همدارنګه د پخواني تمدن او کلتوري آثارو بېلګې د خلکو د لېدنې لپاره نندارې ته اېښودل شوي دي.
د یاد نندارتون یوه ګډونوال عبدالله زینت راډیو ته وویل، دا ډول نندارتونونه جوړول د مطالعې دود پراختیا لپاره غوره اهمیت لري او په اطلاعاتو او کلتور ریاست یې غږ وکړ چې د لوګر په مرکز او ولسوالیو کې هم ورته نندارتونه جوړ کړي.
هېره دې نه وي چې تېر کال هم د لوګر په مرکز پل علم کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د کتابونو او لرغونو اثارو نندارتون جوړی شوی و.