د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ په صنعتي ښارګوټي کې د رحیم ګردیزي شرکت په څه باندې ۲۰۰ میلیونه ډالرو پانګونې د اوسپنې ویلې کولو د یوې سترې فابریکې د جوړولو چارې پیل شوې.
د شرکت د مسؤلینو په وینا، دغه فابریکه به ۱۰۰۰ کسانو ته په مستقیم او لس زره نورو ته په غیر مستقیم ډول کاري فرصتونه رامنځته کړي، چې د جوړولو چارې به یې د راتلونکو څلورو کلونو په موده کې بشپړې شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله ذاهد، د لوګر مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین د یادې فابریکې د چارو پیل د هېواد په صنعتي برخه کې لویه لاستهراوړنه بللې او په وینا یې، تیر یوه کال کې د ا.ا مشرتابه له لوري د صنعتي ښارګوټو لپاره سل زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده.
د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رییس مولوي شبیراحمد صدیقي وایي، دا مهال د محمداغې صنعتي ښارګوټي کې د ۳۵ بېلابېلو فابریکو د جوړېدو چارې روانې دي، چې په وینایې نږدې راتلونکې کې به پانګوالو ته د ۱۰۰۰ جریبه نورې ځمکې د وېش لړۍ هم پیل شي.