Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د افغانستان فوټبال ملي لوبډله مالدیف ته لاړه.
۱۰ جوزا ۱۴۰۵

د افغانستان فوټبال ملي لوبډله مالدیف ته لاړه.

د افغانستان فوټبال ملي لوبډله په څلور اړخیزو سیالیو کې د ګډون لپاره مالدیف ته روانه شوې.

ټاکل شوې چې افغان لوبډله په دغو سیالیو کې د کوربه مالدیف، پاکستان او بنګله‌دېش د لوبډلو پر وړاندې سیالي وکړي.

دغه سیالۍ د غبرګولي له ۱۱مې تر ۲۰مې نېټې کېږي.

بل‌خوا، د افغانستان د شلو کلونو کم عمره فوټبال ملي لوبډله به د ۲۰۲۷ کال اسیا جام د غوراوي پړاو سیالیو کې هم ګډون وکړي.

مطالب

د افغانستان فوټبال
ملي لوبډله مالدیف ته لاړه

دا خبر نورو سره شریک کړئ