Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

خوست کې يوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه.
۲۳ میزان ۱۴۰۴

خوست کې يوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه.



د خوست د صبریو يعقوبيو ولسوالي اړوند د «پرخۍ» لېسې لپاره نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د خوست د پوهنې رياست نن چهارشنبه يوه خبرپاڼه کې ویلي چې ياده ودانۍ د يوې همکارې مؤسسې په مالي ملاتړ د شاوخوا ۴۵ زره امريکايي ډالرو په ارزښت اساسي جوړه شوې.

خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ودانۍ ۵ تدريسي او دوه اداري خونې لري.

د نوې ودانۍ جوړېدل به د دې سيمې لسګونو زده‌کوونکو ته ښه درسي امکانات برابر کړي او د زده‌کړې پر بهير به مثبت اغېز ولري.

خبرپاڼه کې د پوهنې رياست مسولانو  ژمنه کړې چې د نورو ورته ښوونيزو پروژو په پلي کېدو سره به د خوست په بېلابېلو سيمو کې د زده‌کړو برخه کې ستونزې راکمې شي.

مطالب

خوست کې يوه ښوونځي
ته ودانۍ جوړه شوه

دا خبر نورو سره شریک کړئ