Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

غزني کې ۲۴ قلمه تاریخي اثار کشف شول.
۶ ثور ۱۴۰۵

غزني کې ۲۴ قلمه تاریخي اثار کشف شول.

د غزني مرکز اړوند سیمو کې ۲۴ قلمه تاریخي اثار کشف او ترلاسه شوي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نن یکشنبه د ثور ۶ / اپرېل ۲۶ پر اېکسپاڼه لیکلي چې ۲۳ «خټین» اثار چې د اوبو د پایپونو په بڼه دي، د غزني ښار اړوند «اسفنده» سیمې څخه ترلاسه شوي او یو «ډبرین» لیکلی اثر چې په ۵ ټوټو کې لیکل شوې، د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند سیمې کې موندل شوی.

دغه وزرت ویلي چې دغه «خټین» اثار په «اسفنده» سیمه کې د سېلابونو د راوتلو له امله ښکاره شوي وو چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسلکي ډلې د امنیتي ځواکونو په همکارۍ د دغه ریاست اړوند موزیم ته لېږدولي دي.

مطالب

غزني کې ۲۴ قلمه
تاریخي اثار کشف شول

دا خبر نورو سره شریک کړئ