Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د افغانستان او سریلانکا د کرکټ ملي لوبډلې راتلونکې میاشت لوبلړۍ ترسره کوي.
۲ حوت ۱۴۰۴

د افغانستان او سریلانکا د کرکټ ملي لوبډلې راتلونکې میاشت لوبلړۍ ترسره کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې ملي لوبډله په راتلونکې مارچ میاشت کې له سریلانکا سره د یو ورځنیو او شل‌اوریزو لوبو لړۍ ترسره کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ نن ویلي چې ملي لوبډله د راتلونکی مارچ میاشتې په دویمه لسیزه کې په متحده عربي اماراتو کې له سریلانکا سره د یو ورځنیو او شل‌اوریزو سیالیو لوبلړۍ لري.

سرچینې لیکلي، یادې لوبلړۍ د افغانستان په کوربه‌توب ترسره کېږي چې رسمي نېټې او د لوبغاړو نوملړ به ډېر ژر اعلان شي.

اعلامیه کې راغلي چې د خوست په رحمت ولي مسرور کرکټ لوبغالي او روزنځای کې د یادې  لوبلړۍ په موخه د ملي او د الف لوبډلې یو شمېر لوبغاړو ته د چمتووالي کمپ پیل شوې دی.

سرچینې زیاته کړې، یاد تمریني کمپ د روانې فبرورۍ میاشتې په شپږمه پیل شوی چې د همدې میاشتې تر ۲۶مې نېټې پورې به دوام ولري.

کرکټ بورډ لیکلي، په دغه  کمپ کې په ټوله کې د ملي لوبډلې ۱۸ لوبغاړو ګډون کړې دی.

مطالب

د افغانستان او سریلانکا د کرکټ ملي لوبډلې
راتلونکې میاشت لوبلړۍ ترسره کوي.

دا خبر نورو سره شریک کړئ