کرکټ له ۱۲۸ کلونو وروسته یو ځل بیا د المپیکي سیالیو برخه شو.
د کرکټ نړۍواله شورا وایي چې کرکټ لوبه له ۱۲۸ کلونو وروسته یو ځل بیا د اولمپیک سیالیو چې په ۲۰۲۸ کال کې د امریکا د لاسانجلس ښار په کوربهتوب ترسره کېږي، برخه ګرځي.
د کرکټ نړۍوالې شورا خبرپاڼه کې راغلي چې کرکټ لوبه به رسماُ یو ځل بیا د امریکا په لاسانجلس کې د ۲۰۲۸ کال اولمپیکي سیالیو برخه وي.
سرچینې زیاته کړې، د ۲۰۲۸ کال اولمپیکي سیالۍ د همدغه کال په جولای میاشت کې ترسره کېږي.
د کرکټ نړۍوالې شورا ویلي چې په دغو سیالیو کې به د ښځو او نارینهوو شپږ شپږ لوبډلې برخه ولري چې د ټولو لوبېدونکو لوبغاړو شمېر به یې ۹۰ کسان وي او یادې لوبې به په شلاوریز فارمټ کې ترسره کېږي.
د یادونې ده، په اولمپیکي سیالیو کې د کرکټ لوبه په وروستي ځل په ۱۹۰۰ کال کې د پاریس په کوربهتوب د انګلیستان او فرانسې لوبډلو ترمنځ شوې وه.