Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پل علم ښار کې د نږدې ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه معیاري سړک د جوړولو چارې پیل شوې.
۳ اسد ۱۴۰۵

پل علم ښار کې د نږدې ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه معیاري سړک د جوړولو چارې پیل شوې.

د لوګر ولایت د پل علم ښاروالۍ وایي، د ولایت په مرکز پل علم ښار کې د نږدې ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه معیاري سړک د جوړولو چارې رسماً پیل شوې.

د پل علم ښاروال، مولوي محمد شاکر ثاقب، وویل چې دغه سړک د ښاروالۍ له پراختیايي بودجې تمویلېږي او په بشپړېدو سره به د سیمې شاوخوا ۱۵۰۰ کورنیو ته د تګ راتګ مناسبې اسانتیاوې برابرې شي.

ثاقب وویل، دغه ښاري سړک د ۱ کیلو متر په اوږدوالی او ۲۰ متره سور په لرلو سره د نایب امین‌الله خان لوګري ولایتي روغتون له دروازې څخه تر تخنیکي لېسې پورې دی، چې د منځ ګلدان او د سړک څنګ لښتي هم لري او تر راتلونکو شپږو میاشتو به یې چارې بشپړې شي.

د لوګر ولایت مرستیال والي، مولوي انعام الله، د پروژې د پرانیستې مراسمو پر مهال وویل، دا مهال په ولایت کې د ۳۵ بنسټیزو پراختیايي پروژو چارې روانې دي، چې په بشپړېدو سره به یې خلکو ته د عامه خدمتونو او بنسټیزو اسانتیاوو په برخه کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته شي.

د یادونې وړ ده چې پل علم ښاروالۍ د روان ۱۴۰۵ کال لپاره د ۱۰ پراختیايي پروژو د پلي کولو پلان اعلان کړی، چې یاد سړک یې له مهمو پروژو څخه ګڼل کېږي

مطالب

پل علم ښار کې د نږدې ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت
د یوه معیاري سړک د جوړولو چارې پیل شوې.

دا خبر نورو سره شریک کړئ