روسیې خپل اټومي مهمات بلاروس ته لېږدولي.
روسیې د خپلو پراخو اټومي پوځي تمرینونو په لړ کې اټومي مهمات بلاروس ته لېږدولي او په ساحوي زېرمتونونو کې یې ځای پر ځای کړي دي.
دا اقدام په داسې وخت کې کېږي چې د بالتیک سیمې د بېپیلوټه الوتکو د بریدونو له امله د روسیې او د ناټو د اروپايي غړو ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې ده.
د مسکو او مېنسک دفاع وزارتونو اعلان کړی چې روسیې اټومي مهمات په بلاروس کې ساحوي زېرمتونونو ته انتقال کړي دي.
دواړو وزارتونو هغه ویډیوګانې هم خپرې کړې چې پهکې ښکاري پوځي موټرونه یوې ځنګلي سیمې ته ننوځي او توغندي پر توغندويي لانچرونو بارېږي.
«سکندر-اېم» یو متحرک او هدایتکېدونکی توغندیز سیستم دی چې ناټو کې د «اېساېس–۲۶سټون» په نوم پېژندل کېږي. دغه سیستم د شوروي دورې د «سکاډ» توغندیو د بدیل په توګه جوړ شوی دی.
د سکندر هدایتکېدونکي توغندي تر ۵۰۰ کیلومترو واټن پورې د ویشتلو وړتیا لري او کولای شي عادي یا اټومي سرګلولې ولېږدوي.