Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې د موټر د غلا په تور یو کس نیول شوی.
۲۹ دلو ۱۴۰۴

لوګر کې د موټر د غلا په تور یو کس نیول شوی.

د لوګر امنیه قومندانۍ مسوولین وایي، د یادې قومندانۍ د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې او کشف آمریت منسوبینو یو تن د موټر د غلا په تور نیولی دی.

د چارواکو په وینا، نیول شوی کس څه موده وړاندې د محمدآغه ولسوالۍ له مربوطاتو څخه یوه سراچه ډوله موټر غلا کړی و، چې د دقیقو کشفي معلوماتو او عملیاتو په پایله کې له غلا شوي موټر سره یو ځای د سفید سنګ په سیمه کې ونیول شو.

د جنایي جرمونو د کشف آمر مولوي احمد خان ویلي، یاد موټر څو ورځې وړاندې د روح‌الله په نوم د یوه اوسېدونکي څخه ورک شوی و، چې د کشفي هڅو په نتیجه کې بېرته ترلاسه شو او تورن کس هم ونیول شو.

مطالب

لوګر کې
د موټر د غلا په تور یو کس نیول شوی.

دا خبر نورو سره شریک کړئ