Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ډبلیو ایف پي: افغانستان کې څه باندې ۴میلیونه مېندې او ماشومان پر خوارځواکۍ اخته دي.
۸ جوزا ۱۴۰۴

ډبلیو ایف پي: افغانستان کې څه باندې ۴میلیونه مېندې او ماشومان پر خوارځواکۍ اخته دي.

د خوړو نړیوال پروګرام ( ډبلیو ایف پي ) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې څه باندې څلور میلیونه مېندې او ماشومان پر خوارځواکۍ اخته دي. 

سرچینې ویلي، د دغو مېندو له ډلې ځینې یې د روغتیا نړیوال سازمان په ملاتړ تر درملنې لاندې دي. 

له دې وړاندې هم خوړو نړیوال سازمان خبرداری ورکړی و چې ښايي په ۲۰۲۵ کال کې ۳.۵ میلیونه ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شي. 

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر «اوچا» د راپور له مخې، دا شمېر د تېرو څلورو کالو پرتله ډېر شوی دی. اوچا او خوړو نړیوال پروګرام د دغه وضعیت لامل بېوزلي او د خوړو نه خوندیتوب په ګوته کړی دی.

مطالب

ډبلیو ایف پي: افغانستان کې څه باندې
۴میلیونه مېندې او ماشومان
پر خوارځواکۍ اخته دي

دا خبر نورو سره شریک کړئ