پکتیا کې ۱۲۵ مالدارانو سره د مالدارۍ توکو مرسته وشوه.
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې له ۱۲۵ مالدارانو سره د مالدارۍ توکو مرسته شوې ده.
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست څخه نن «سهشنبه، زمري اوومه» په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اړیکو دفتر موسسې په مرسته د دې ولایت زرمت ولسوالي کې پر ۱۲۵ مالدارانو باندې د مالدارۍ بستې او ځينې درمل ووېل شول.
په دغو وېشل شویو توکو کې «هواکش، اخور، داوبولوښي، دچنجو ضد درمل، ویټامین، شېدو لوشلو سطل، د پرازیټ ضد درمل، دوه جوړی بوټونه، وړوکې سطل، ۱۰ لیتره درمل شیندلو پمب، ۷ کیلوګرامه سپینه سره، د حفظ الصحې کیټ، لکتو میټر، څلور متره پلاستیک، او دشېدو د فلتر لوښيږ» شامل دي.
دغه توکي د زرمت ولسوالي سپایخېل کلي کې پر اړمنو مالدارانو وېشل شوي دي.
د پکتیا د کرنې ریاست د مالدارۍ مدیرعبدالبصیر کوچی د يادو توکو وېش مراسمو کې له مالدارانو څخه غوښتنه کړې چې له دغو توکو څخه دې په سمه توګه استفاده وکړي.
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې یادو مالدارانو ته د دغو صحي وسایلو د استعمال په اړه روزنه هم ورکړل شوې وه.