Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې د۱۶۰ میلیون افغانیو په لګښت ۱۴ ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شوې.
۱۲ میزان ۱۴۰۴

لوګر کې د۱۶۰ میلیون افغانیو په لګښت ۱۴ ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شوې.

د لوګر د پوهنې ریاست مسؤولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او شپږو ولسوالیو کې د پوهنې وزارت او نړۍوالو بنسټونو په مالي ملاتړ د ۱۴ ښوونځیو د ودانیو جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د لوګر ولایت د پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب زینت راډیو ته وویل، په دغو پروژو کې ۱۴ ښوونځیو ته د عصري او مجهزو ودانیو جوړول، د حفظ الصحې اړین ملحقات برابرول او د لمریزې برېښنا او پاکو اوبو منظمو سیسټمونو جوړول شامل دي.

عرب زیاته کړه، دا ودانۍ د ۱۶۰ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د تېرو شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شوې دي چې نن ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې.

د هغه په خبره، د دغو ودانیو په جوړېدو سره شاوخوا ۱۲ زره زده‌کوونکو ته د زده‌کړو خوندي او معیاري چاپیریال برابر شو.

د پوهنې ریاست ویاند زیاتوي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق(UNICEF)  په ګډون د یو شمېر نړۍوالو بنسټونو په مالي ملاتړ یې په تېره یوه میاشت کې د ۴۴ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د ۶۱ نورو رغنیزو پروژو عملي چارې هم پیل کړې چې په راتلونکو درېیو میاشتو کې به بشپړې او ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.

د لوګر ولایت د مرکز پل‌علم یوه اوسیدونکې عبدالله زینت راډیو  ته وویل، خوښ دی چې د پوهنې وزارت او نړۍوالو بنسټونو په مالي ملاتړ په دغه ولایت کې ۱۴ ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شوې دي.

خو نوموړی ټینګار کوي چې اوس هم د لوګر ولایت په یو شمېر لرو پرتو ولسوالیو کې زرګونه زده‌کوونکي د معیاري ودانیو نشتون له امله په ازاده فضا کې له ګڼو ستونزو سره پر زده‌ګړو بوخت دي چې باید پاملرنه ورته وشي.

مطالب

لوګر کې د۱۶۰ میلیون افغانیو
په لګښت ۱۴ ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ