Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې د «سولې جام» سیالۍ د احمدآباد کرکټ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
۳ جوزا ۱۴۰۴

لوګر کې د «سولې جام» سیالۍ د احمدآباد کرکټ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د لوګر کرکټ امریت مسؤولین وایي چې د دغه ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې د «سولې جام» په نوم د کرکټ شل اووریزې سیالۍ چې یوه میاشت مخکې پیل شوې وې د احمداباد کرکټ لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

د لوګر د کرکټ امر حشمت‌الله ستانکزي رسنیو ته وویل، دغه سیالۍ د ولایت په کچه د محمداغې ولسوالۍ په لوای راکټ سیمه کې د ۱۸ غوره لوبډلو ترمنځ جوړې شوې وي.


ستانکزي زیاته کړه، د یادو سیالیو پای‌لوبې ته زینو او احمداباد کرکټ لوبډلو لاره موندلې وه چې احمداباد لوبډلې وکولای شول خپلې سیالې لوبډلې ته په لس اوورونو کې ماته ورکړي او اتلولي خپله کړي.

هغه همدارنګه وویل، د یادو سیالیو له جوړېدو څخه موخه د کرکټ ورزش ته وده ورکول، د ولسوالیو په کچه د ورزشکارانو ترمنځ غوره اړیکې رامنځته کول او د غوره لوبغاړو پېژندل وو.

بلخوا، د جوړو شوو سیالیو یوه لوبغاړي احمد ولید وایی ، دا ډول سیالۍ کولای شي چې د کرکټ لوبغاړو د ظرفیت او هغمږۍ کچه لوړه کړي.

ده زیاته کړه، کرکټ بورډ عمومي ریاست ته په کار ده چې د لوګر ولایت په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې د کرکټ لوبغاړو ته د کرکټ لوبې معیاري لوبغالی، وسایل او د ظرفیت لوړونې پروګرامونه برابر کړي.

هېره دې نه وي چې تېره اونۍ هم د لوګر ولایت په کچه د لس غوره لوبډلو ترمنځ د پسرلي جام په نوم د کرکټ شل اووریزې سیالۍ جوړې شوې وې.


مطالب

لوګر کې د «سولې جام» سیالۍ
د احمدآباد کرکټ لوبډلې
په اتلولۍ پای ته ورسېدې

دا خبر نورو سره شریک کړئ