لوګر کې څه باندې پنځه زره راستانه شوي ماشومان ښوونځیو کې شامل شول.
د لوګر د پوهنې ریاست مسؤلان وایي، چې د روان ۱۴۰۵ ښوونیز کال په تېرو پنځوسو ورځو کې د افغان راستنو شویو کډوالو ۵ زره او ۲۱۰ ماشومان د ولایت په بېلابېلو ښوونځیو کې شامل شوي دي.
د لوګر پوهنې ریاست ویاند شاه پور عرب زینت راډیو ته وویل، دغه ماشومان ټول د تازه راستنو شویو افغان کډوالو کورنیو اړوند دي، چې د پوهنې وزارت د ځانګړې کړنلارې له مخې تر سویې تثبیت ازموینې وروسته په رسمي ډول له لومړي ټولګي تر دولسم ټولګي پورې شامل کړل شوي دي.
هغه همدارنګه وویل، چې د افغان راستنېدونکو ټولو ماشومانو ته یې په ښوونځیو کې د زده کړو مناسب فرصتونه برابر کړي او هڅه کوي څو هېڅ ماشوم له زده کړو محروم پاتې نه شي.
نوموړي زیاته کړه، چې د راستنو شویو کورنیو د ماشومانو د جذب او تنظیم لپاره اړین تدابیر نیول شوي او پوهنې ریاست ژمن دی، څو هغوی ته د باکیفیته زده کړو زمینه نوره هم پراخه کړي.