Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د ایران په ښوونځيو کې ۸۰ زره افغان زده کوونکي شاملیږي.
۱۶ ثور ۱۴۰۴

د ایران په ښوونځيو کې ۸۰ زره افغان زده کوونکي شاملیږي.

ایراني رسنیو د ایران د استثنایي زده‌کړو ادارې د رییس، سالار قاسمي له قوله راپور ورکړی، چې اټکل کېږي شاوخوا ۸۰ زره نوي افغان زده‌کوونکي د ایران په ښوونځيو کې شامل شي. 

د راپورونو له‌مخې، قاسمي زیاته کړې چې د استثنایي زده‌کړو اداره د ۳۴ زره نوو زده‌کوونکو د روغتیا ارزونه کړې او اټکل کېږي چې ۸۰ زره افغان زده‌کوونکي به د نوي پوهنیز کال لپاره په ایران کې نوم‌لیکنه وکړي.

مطالب

د ایران په ښوونځيو کې
۸۰ زره افغان زده کوونکي شاملیږي

دا خبر نورو سره شریک کړئ