Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

غزني کې د ناچاوده توکو چاودنو اوو ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.
۱۸ اسد ۱۴۰۵

غزني کې د ناچاوده توکو چاودنو اوو ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

 د غزني امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په مرکز او قره‌باغ ولسوالۍ کې د ناچاوده توکو چاودنو په دوو پېښو کې دوو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپيان شوي دي.

د غزني د امنیې قوماندنۍ خبرپاڼه کې راغلي چې لومړۍ پېښه پرون مازدیګر د غزني ښار څلورمې امنیتي حوزې اړوند د نوغي په کلي کې شوې ده.

سرچینه زیاتوي چې په یاده سیمه کې ماشومانو پر ناچاوده توکو لوبې کولې چې چاودنه پرې شوې او له امله یې دوو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان شوي دي

امنیې قوماندنۍ لیکلي چې دویمه پېښه هم تېره ورځ د قره‌باغ ولسوالۍ په میرحسن کلي کې شوې او له امله یې یوه ماشومه ټپې شوې ده.

مطالب

غزني کې د ناچاوده توکو چاودنو
اوو ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده

دا خبر نورو سره شریک کړئ