لوګر کې د فوټسال ژمنۍ سیالۍ د یاران احمدي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د لوگر ولايت د بدني روزنې او ورزش امریت مسؤولین وایي، د دغه ولایت په مرکز پل علم کې د ۱۹ غوره لوبډلو ترمنځ د فوټسال ژمنۍ سیالۍ ترسره شوې چې څلور اوونۍ یې دوام وکړ.
د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت امر انجنیر مزمل نعیمزي زینت راډیو ته وویل، دغه سیالۍ د یاد امریت او د فوټسال فدراسیون په همکارۍ جوړې شوې وې. د نوموړي په وینا، پای لوبې ته د یاران احمدي او پیروزي کلنګار لوبډلو لاره موندلې وه چې په پای کې یاران احمدي لوبډلې وکولای شول د سیالیو اتلولي خپله کړي.
نعیمزي زیاته کړه، د دغو سیالیو له جوړېدو څخه موخه په لوګر کې د فوټسال ودې ته زمینه برابرول، د ورزشکارانو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او د هغوی د ظرفیت لوړول دي.
هغه همدارنګه وویل، د پای لوبې په مراسمو کې د فوټسال غوره لوبغاړي په ډالیو او ستاینلیکونو وستایل شول.
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم د لوګر ولایت په مرکز پل علم او د څرخ ولسوالۍ کې ورته د فوټسال سیالۍ ترسره شوې وې