Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د ملاریا نړیواله ورځ؛ ملګرو ملتونو افغانستان کې ۲۲۰زره پشه‌خانې وېشلي
۵ ثور ۱۴۰۵

د ملاریا نړیواله ورځ؛ ملګرو ملتونو افغانستان کې ۲۲۰زره پشه‌خانې وېشلي

د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) افغانستان څانګې ویلي، د ملاریا ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې په موخه یې هېواد کې له ۲۲۰ زره څخه زیاتې د ماشو جالۍ «پشه‌خانې» وېشلي.

دغه بنسټ نن شنبه ثور ۵ / اپرېل ۲۵ د ملاریا نړیوالې ورځې په مناسبت پر اېکسپاڼه لیکلي چې دغه پشه‌خانې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د اومېندواره ښځو ترمنځ وېشل شوي.

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام زیاته کړې چې افغانستان کې د ملاریا له‌منځه وړلو ته ژمن دي.

د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت تېر کال ویلي وو چې هېواد کې د ملاریا ناروغان د وروستي یوه کال په ترڅ کې له ۱۴ سلنې څخه ډېر کم شوي.

د اپرېل ۲۵مه په ۲۰۰۷ کال کې د روغتیا نړیوال سازمان له لوري د عامه پوهاوي د لوړولو، روزنې او د ملاریا د کنټرول او له‌منځه وړلو هڅو په موخه د دغې ناروغۍ نړیوالې ورځې په توګه نومول شوې ده.

مطالب

د ملاریا نړیواله ورځ؛ ملګرو ملتونو
افغانستان کې ۲۲۰زره پشه‌خانې وېشلي

دا خبر نورو سره شریک کړئ