Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ننګرهار کې یو کس له يوه صرافه د پیسو د غلا په تور نیول شوی.
۱۹ سرطان ۱۴۰۵

ننګرهار کې یو کس له يوه صرافه د پیسو د غلا په تور نیول شوی.

 د کورنیو چارو وزارت وایي، په ننګرهار ولایت کې یې یو کس له یوه صرافه د څه باندې درې میلیونه پاکستانۍ کلدارو او سل زره افغانیو د غلا په تور نیولی دی.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي: «د ننګرهار ولایت د جلال‌اباد ښار د لومړۍ امنیتي حوزې ځواکونو د کشفي عملیاتو په ترڅ کې یو وسله‌وال غل د درې میلیونه او ۲۵۰ زره پاکستانۍ کلدارو او سل زره افغانیو د غلا په تړاو نیولی دی.»

د سرچینې په وینا، تورن د جلال‌اباد ښار د بهسودو پُل په سیمه کې یو صراف تعقیب کړی و او د یوې تومانچې په وسیله یې یادې پیسې ترې غلا کړې وې.

د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، نیول شوي کس پر دې غلا اعتراف کړی او دوسيه به يې له لومړنيو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

مطالب

ننګرهار کې یو کس له يوه صرافه
د پیسو د غلا په تور نیول شوی

دا خبر نورو سره شریک کړئ