Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې ترافیکي پېښې؛ دوه کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي.
۱۵ اسد ۱۴۰۵

لوګر کې ترافیکي پېښې؛ دوه کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي.

 د لوګر امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په مرکز او بېلابیلو ولسوالیو کې د څلورو ترافیکي پېښو له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپيان شوي دي.

د لوګر د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي سلطان‌محمد سنګین زینت راډیو  ته وویل دغه پېښې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د مرکز پل‌علم اړوند پادخواب شانه او جمعه‌کلا سیمو او همدارنګه د خوښۍ، محمداغه او بره‌کي‌برک ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې شوې دي.

هغه زیاته کړه چې د ترافیک پولیس د پېښو ځایونو ته پر وخت رسېدلي او ټپیان یې د درملنې لپاره نږدې روغتیايي مرکزونو ته لېږدولي دي.

نوموړي له ټولو موټرچلوونکو وغوښتل چې ترافیکي قوانین رعایت کړي، له ګړندي تګ او بې‌احتیاطۍ ډډه وکړي او د خوندي تګ راتګ اصول په پام کې ونیسي، څو د ورته پېښو مخه ونیول شي.

د یادونې ده، یوازې دوه ورځې مخکې هم په لوګر ولایت کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله پنځو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه.

مطالب

لوګر کې ترافیکي پېښې
دوه کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ

لوګر کې ترافیکي پېښې؛ دوه کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي.