د لوګر ولایت د امنیه قومندانۍ چارواکي وایي، چې د لومړۍ امنیتي حوزې منسوبینو په دوو جلا امنیتي پېښو کې دوه تنه د غلا په تور نیولي دي.
د لوګر امنیه قومندانۍ ویاند مولوي احمدالله انس زینت راډیو ته ویلي، تېره شپه د لومړۍ امنیتي حوزې منسوبینو یو تن غل هغه مهال په لاس په لاس نیولی، چې غوښتل یې د «نوي حشمت» په نوم له یوه درملتون څخه درې لکه (۳۰۰,۰۰۰) افغانۍ نغدې پیسې غلا کړي.
د نوموړي په وینا، یاد کس د نیول کېدو پر مهال پر خپل جرم اعتراف کړی او له هغه سره یو عراده موټرسایکل هم د پولیسو له لوري ضبط شوی دی.
همداراز، انس زیاته کړه، چې د یوې بلې جلا پېښې په ترڅ کې د لومړۍ امنیتي حوزې پولیسو یو بل تن غل هم نیولی، چې ورسره یو شمېر برقي وسایل او سامان الات ترلاسه شوي دي.