Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پنجشېر کې د بیروجو لس نوي کانونه تثبیت شوي.
۱۶ سنبله ۱۴۰۴

پنجشېر کې د بیروجو لس نوي کانونه تثبیت شوي.

د پنجشیر د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولان وايي چې د کانونو وزارت تخنیکي او مسلکي ټیم د خپلو وروستیو سروېګانو پرمهال د یاد ولایت په عنابه، رخه، ابشار او پریان ولسوالیو کې تازه د بیروجو لس کانونه تثبیت کړي دي.

د پنجشیر د کانونو رئیس، قاسم امیري، شنبه، وږي۱۵، «سلام وطندار» ته وویل چې د دغو کانونو کشف به د اقتصادي ودې، پانګونې او د کاري فرصتونو رامنځته کولو لپاره زمینه برابره کړي.

امیري زیاته کړه چې د هېواد د کانونو د علمي، رڼه او اغېزمن مدیریت لپاره روانې دي او دا نوې لاسته‌راوړنه کولای شي، د سیمې پایدارې ودې په برخه کې مهم رول ولوبوي.

یادونه ده چې په دې وروستیو کې شاوخوا ۲۵۰ نوي د بیروچ، زمرد او د سپینو زرو کانونه هم په مختلفو سیمو کې کشف شوي دي.

مطالب

پنجشېر کې د بیروجو
لس نوي کانونه تثبیت شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ