Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

سمنګان؛ د ډبرو سکرو کان نړېدو له امله څلور تنه مړه شوي.
۲۵ جوزا ۱۴۰۴

سمنګان؛ د ډبرو سکرو کان نړېدو له امله څلور تنه مړه شوي.

د سمنګانو ولایت امنیتې مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په دره صوف بالا ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو د یوه کان نړېدو له امله څلور کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

 د یاد ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند حشمت الله رحماني ویلي، چې دغه پېښه د دره صوف بالا ولسوالۍ په لیله او قبي سیمه کې د رامنځته شوې، چې له امله یې څلورو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

 د نوموړي په وینا، د یادو کسانو جسدونه تېره شپه د پولیسو او سیمې خلکو په همکارۍ له تونل څخه رایستل شوي او خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

مطالب

سمنګان؛ د ډبرو سکرو کان
نړېدو له امله څلور تنه مړه شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ