Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پکتيا کې۱۵۳ ځوانان له حرفوي زده‌کړو فارغ شول.
۲۱ میزان ۱۴۰۴

پکتيا کې۱۵۳ ځوانان له حرفوي زده‌کړو فارغ شول.

د پکتيا  د کار او ټولنيزو چارو رياست مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې له بېلابېلو حرفوي زده‌کړو شاوخوا ۱۵۳ځوانان له شپږ مياشتنيو زده‌کړو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

د پکتيا کار او ټولنيزو چارو رياست رییس قاري محمدرحیم نصرت د فراغت مراسمو کې وويل چې ياد شمېر ځوانانو ته په څلور خياطي، موبايل ترميم، موټرسایلک جوړونې او برښنا برخو کې شپږ مياشتنۍ زده‌کړې ورکړل شوې دي.

هغه زیاته کړه چې په دې سره به ټولنه کې د ځوانانو د وزګارتیا کچه راټيټه شي او خپلو کورنيو ته به له دې لارې حلاله نفقه پيدا کوي.

نصرت هم دا شان وويل چې هم‌مهاله ۲۸۰ نورو ځوانانو ته په شپږو حرفوي نجاري، خياطي، موبايل جوړونه، برق، موټرسایکل جوړونه او فلز کاري برخو کې د شپږ مياشتنيو حرفوي زده‌کړو پروګرام هم پيل شوی دی.

په يادو مراسمو کې د کار او ټولنيزو چارو وزارت د حرفوي زده‌کړو عمومي رییس رحيم‌الله صراح وويل چې ياد وزارت په ټول هېواد کې له زده‌کړو پاتې ځوانانو ته به د حرفوي زده‌کړو زمينه برابره کړي. هغه وويل، هڅه کوي چې د يادو ځوانانو لپاره به د تولید زمينه برابره کړي.

په ورته وخت کې يو‌شمېر ځوانانو چې له حرفوي زده‌کړو فارغ شوي، وویل، په بېلابېلو برخو کې يې زده‌کړې کړي او بايد په راتلونکي کې د کار کولو زمینې برابرېدو برخه کې هم ورسره مرسته وشي.

يوه زده‌کوونکي رحيم‌الله وويل د حرفوي زده‌کړو په ترلاسه‌کېدو سره په ټولنه کې د ځوانانو وزګارتیا کچه راکمېږي. هغه غوښتنه وکړه چې له زده کړو وروسته دې ورسره د کاري وسائلو برخه کې مرسته وشي چې خپلو کورنيو ته نفقه پيدا کړي.

مطالب

پکتيا کې۱۵۳ ځوانان
له حرفوي زده‌کړو فارغ شول.

دا خبر نورو سره شریک کړئ