لوګر کې د یوې اداري ودانۍ او اتو ښوونځیو د بیارغونې چارې پیل شوې.
د لوګر ولایت د پوهنې ریاست مسؤولین وایي، چې د دغه ریاست اړوند د یوې اداري ودانۍ او اتهو ښوونځیو د بیارغونې چارې پیل شوې دي.
د دغو ودانیو د بیارغونې د چارو د پیل مراسم د کوچیانو په لېسه کې ترسره شول، چې د پوهنې ریاست مالي او اداري مرستیال مولوي عبیدالله هشام، د ښوونې او روزنې مرستیال حافظ شهیدالله اخندزاده او یو شمېر نورو مسؤولینو پکې ګډون کړی و.
د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب زینت راډیو ته وویل، چې د یادې پروژې ټولیز لګښت ۴.۸ میلیونه افغانۍ دی، چې د پوهنې وزارت له بودجې ورکول کېږي.
نوموړي زیاته کړه، چې په دې پروژه کې د ښوونځیو او اداري ودانۍ د کړکیو، دروازو، دېوالونو او نورو اړوندو برخو رنګول او اساسي ترمیمات شامل دي او ټاکل شوې چې د پروژې چارې په څلورو میاشتو کې بشپړې شي.
د عرب په وینا، د دغو ودانیو له بیارغونې سره به شاوخوا ۱۲ زره زدهکوونکو ته مناسب درسي چاپېریال برابر شي او د یادو ودانیو یو شمېر موجودې ستونزې به هم هوارې شي.
د لوګر د پوهنې ریاست مالي او اداري مرستیال مولوي عبیدالله هشام د پروژې د پیل په مراسمو کې وویل، چې اوس مهال په دغه ولایت کې ۲۸۹ ښوونځي فعالیت کوي، خو د ۸۲ ښوونځیو ودانۍ ترمیم او بیارغونې ته اړتیا لري.
نوموړي له پوهنې وزارت او مرستندویو ادارو وغوښتل، چې د پاتې ښوونځیو د ودانیو د بیارغونې او ترمیم په برخه کې همکاري وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د روان کال په ترڅ کې په لوګر کې د پوهنې وزارت له لوري، د یونیسف ادارې په مالي ملاتړ، د ۴۹ نورو ښوونځیو ودانۍ هم ترمیم شوې دي.