Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

اروپايي ټولنې؛ د خوست د عامې روغتیا ریاست سره ۷ میلیونه یورو مرسته کړې.
۹ اسد ۱۴۰۴

اروپايي ټولنې؛ د خوست د عامې روغتیا ریاست سره ۷ میلیونه یورو مرسته کړې.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې شارژدافیرې ویرونیکا بوسکوویچ پوهار پرون خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له والي سره په کتنه کې د عامې روغتیا ریاست د لابراتوار له څانګې سره د ۷ میلیونه يورو مرسته کړې ده. 

نوموړې  ژمنه کړې، چې د همدې برخې د پیاوړتیا لپاره به په نږدې راتلونکي کې همدومره نورې مرستې هم وکړي.  هغې د بې ځایه شویو او له نورو هېوادونو د راستنېدونکو افغانانو ستونزو ته په اشارې سره وویل، اروپایي ټولنه به د راستنېدونکو کډوالو د اړتیاوو د پوره کولو او هغوی ته د اساسي خدمتونو د وړاندې کولو په برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

مطالب

اروپايي ټولنې
د خوست د عامې روغتیا ریاست سره
۷ میلیونه یورو مرسته کړې

دا خبر نورو سره شریک کړئ